Add to favourites
News Local and Global in your language
22nd of January 2018

Sport



د کرېکټ راتلونکې نړيوالې اتلولۍ لپاره د غوراوي سيالۍ

د ٢٠١٩ م کال د کرېکټ نړيوالې اتلولۍ غوراوي پړاو سيالۍ به د زېمبابوې په کوربتوب د روان م کال د مارچ پر دويمې نېټې پيل او د مارچ تر ٢٥ مې نېټې پورې دوام وکړي.

په دغو سياليو کې لس لوبډلې برخه اخلي چې اتو لوبډلو افغانستان، ايرلنډ، زېمبابوې، وېسټ انډيز، هالنډ، سکاټلنډ، هانګ کانګ او پاپا نيو گيني ورته لا وړاندې لار موندلې او نور پاتې دوه لوبډلې به د ورلډ کرېکټ ليګ دويم ډېوژن سياليو څخه چې د ٢٠١٨م کال د فبرورۍ په اتمه نېټه د کاناډا، عربي متحده امارات، کينيا، عمان، نميبيا او نيپال لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي لار ومومي. دغه سيالۍ به د فبرورۍ په ١٥ نېټه پای ته ورسېږي.

ټاکل شوې وه چې نړيوالې اتلولۍ ته د لار موندنې يا غوراوي پړاو سيالۍ به په بنګله دېش کې وشي، خو وروسته له هغه چې د بنګله دېش لوبډلې په اتوماتيکه توګه ٢٠١٩ کال نړيوال جام ته لار ومونده دغه سيالۍ له بنګله دېشه زېمبابوې ته ولېږدول شوې.

زېمبابوې کرېکټ بورډ د غوراوي پړاو لپاره د نغدو پيسو کمښت له امله خپلې کورنۍ سيالۍ وځنډولې.

وروسته له هغې چې زېمبابوې کريکټ بورډ د راتلونکې نړيوالې اتلولۍ غوراوي پړاو سياليو ته د چمتوالي خبر ورکړ خو کورنۍ سيالی يې تر سره نه شوې.

دې سره به هغه لوبغاړي چې د تېرو مياشتو پوره معاش يې هم نه دی ترلاسه کړی تقريباً دوه مياشتې به نور هم بې تنخوا پاتې شي.

د زېمبابوې کريکټ بورډ چې د پيسو له کمښت سره مخ دی يوازې د دې توان لري چې خپلو کارکوونکو ته د تېرې نومبر مياشتې نيمايي يا پنځوس سلنه معاش ورکړي.

کرېکټ: شهزاد محمدي به راتلونکې میاشت د زیمبابوې پر وړاندې ولوبېږي

د کرېکټ یوه ورځ، تورونه او سل کیسې

د کرېکټ تاریخ کې تل پاتې شاهکار یادګارونه

داسې هم ويل شوي چې کارکوونکو او لوبغاړو ته به د ډسمبر معاش د جنورۍ په نيمايي کې ورکړل شي چې تراوسه هم دا ډاډ نه دى ترلاسه شوى.

زېمبابوې به د راتلونکي کال مارچ مياشت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نړيوالې اتلولۍ غوراوي پړاو سياليو کوربتوب ترسره کړي. د دغه کوربتوب له امله به دوی د ای سي سي لخوا يو ميليون امريکايي ډالر ترلاسه کړي، خو دغه پيسې به بېرته هغو پنځو لوبغالو ته ورکړل شي چې د دغو سياليو لپاره غوره شوي.

Read More




Leave A Comment

More News

BBC Urdu - کھیل

BBC Pashto - لوبې

CBSSports.com Headlines

Sportando | RSS Feed

Goal.com News -

Sports News - UPI.com

Disclaimer and Notice:WorldProNews.com is not the owner of these news or any information published on this site.