Add to favourites
News Local and Global in your language
19th of January 2018

Sport



۲۰۱۷ کال کې د افغانستان کرېکټ لوړې ژورې

د بېلابېلو لاملونو له مخې، ۲۰۱۷ کال د افغانستان، ايرلينډ او زمبابوې لوبډلو لپاره له خاطرو ډک کال و. که څه هم ۲۰۱۷ کال د زمبابوې او ايرلينډ لوبډلو لپاره څه ناڅه مايوسوونکی و، خو بې لاسته راوړنو نه و.

د دې دريو لوبډلو په منځ کې ۲۰۱۷ کال د افغانستان کرېکټ لپاره له لاسته راوړنو ډک او غوره کال و. ځکه افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د ټېسټ لوبو غړيتوب ترلاسه کړ.

تر څنګ یې راشد خان او نبي عيسی خېل په بهرنیو ليګونو لکه بي پي اېل، ای پي اېل، کارابین پرېمیر لیګ او بېګ باش ليګ سياليو کې د لوبېدو چانسونه ترلاسه کړل او همدا شان افغانستان له ويسټ انډيز سره د يو ورځنيو لوبو سېریز مساوي کړ.

البته ایرلنډ هم په ۲۰۱۷ کال کې له افغان لوبډلې سره هممهاله د ټېسټ لوبو غړیتوب تر لاسه کړی دی.

صحرا جام

افغانستان ۲۰۱۷ کال د عماراتو په کوربتوب د صحرا جام سياليو په اتلولۍ ګټلو سره پيل کړ چې له ټولو مخالفو لوبډلو څخه يې سيالۍ په ښه توپير وګټلې.

په لومړۍ سيالۍ کې يې ايرلينډ ته ماته ورکړه، خو ايرلينډ د دغو سياليو غچ له خپلو نورو سیالیو لوبډلو څخه واخيست او پایلوبه کې بيا له افغانستان سره مخامخ شو.

ايرلينډ ونه شو کولی چې د افغانستان د سپېن بالينګ پر وړاندې مقابله وکړي او افغانستان په لسو وېکټو پايلوبه وګټله.

په بهرنيو ليګونو کې د نبي او راشد ګډون

افغانستان چې کرېکټ يې ورځ تر بلې د پرمختګ په لور روان دی او د لوبډلې په ترکيب کې داسې پياوړي لوبغاړي لري چې نړيوالو ليګونو ته هم ور وپيژندل شول.

۳۲ کلن نبي عيسی خېل لومړی افغان لوبغاړی و چې په (ای پي ايل) سياليو کې په ۳ میلیون هندۍ کلدارو د سن رايزر حیدراباد لوبډلې لخوا واخيستل شو او بل افغان لوبغاړی راشدخان هم د همدې لوبډلې لخوا په ۴۰ ميليونه هندۍ روپیو واخيستل شو.

د ای پي اېل له ليلامۍ تر څو اوونيو تېرېدو وروسته دواړه افغان لوبغاړي بيا د وېسټ انډيز په کورنيو تجارتي سياليو (کارابين پريمير ليګ) کې واخيستل شول چې نبي عيسی خېل د سنت کيټس او نيوس پيټرايټس لوبډلې لخوا په ۹۰ زره ډالر او راشد خان بيا د ګاينا امازون لوبډلې لخوا په ۶۰ زره ډالر واخيستل شو.

راشد خان خپله زړورتیا او وړتیا د کرېکټ په نړۍ کې ښکاره کړه او په اوسنيو بيګ باش سياليو کې د (اډليډ سټرايکر) لوبډلې لخوا ورسره د لوبيدو تړون لاسليک شو.

په دې سره راشد ارمان لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په دې لیګ کې لوبه کوي. محمد نبي عیسی خېل هم په بېګ باش لیګ کې اخیستل شوی، خو نوموړی د ويسټ انډيزي بالر سونيل نارين پر ځای د ملبورن رنيګيډز لوبډلې سره لوبه کوي.

د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان نه ماتېدونکې منډې

په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې د زمبابوې خلاف له دوه اړخيز سيريز راهيسې افغانستان د زمبابوې پر وړاندې په سيريز کې د ماتې خوند نه دی څکلی. د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۴ کال د یو ورځنیو لوبو سیریز د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه پر دوه مساوي شوی و.

په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان د یو ورځنيو لوبو په درېوو سيريزونو کې زمبابوې ته ماتي ورکړه چې يو یې هم د ۲۰۱۶ کال په پیل کې و.

افغانستان د ۲۰۱۷ کال فبرورۍ مياشت کې د دغه افريقايۍ لوبډلې خلاف د خپلو منډو غځولو لړۍ ته ادامه ورکړه او سيريز يې درې په دوه کې ترې وګاټه.

که څه هم په دې يو ورځنيو لوبو سيريز کې زمبابوې لومړی دوې سيالۍ بايلودې، خو وروسته یې بیا له افغانستان څخه هم دوه سیالۍ وګټلې.

د سيريز برخليک ټاکونکي سيالۍ کې د افغانستان لخوا د باران يا اورښت له کبله زمبابوې لوبډلې ته په ۲۲ اورونو کې ۱۶۱ منډې هدف ورکړل شو چې د ياد هدف په تعقيب کې زمبابوې لوبډله يوازې په ۵۴ منډو وسوځيده چې دا په يو ورځنيو لوبو کې د زمبابوې لپاره دوهم ځل و چې په کمو منډو سوځيږي.

افغانستان لخوا ايرلينډ کلين سويپ کول

ايرلينډ لوبډلې له عماراتو څخه سيريز دوه په صفر وګاټه. دوی د افغانستان سياليو لپاره ښه چمتووالی نيولی و او په ګرمه وينه کې و.

ايرلينډ لوبډله د هندوستان په ګريټر نويډا لوبغالي کې د افغانستان سره په درې شل اوريزو، پنځو يو ورځنيو او يوې ټيسټ لوبه کې مخامخ شوه چې شل اوريزې لوبې يې درې په صفر، يو ورځنۍ لوبې يې درې په دوه او (ای کپ) څلور ورځنۍ سيالي يې په يوه اننګز افغانستان لوبډلې ته وبايلله

ای پي اېل چې راشدخان به يې تل په ياد لري

د راشد خان استعداد هغه مهال لا زیات ښکاره شو چې د ای پي اېل سياليو د پیل په لوبو کې يې ويکټې واخيستې او دغه ليګ ته يې ښه پيل ورکړ، خو سوال دا دی چې هغه به د دغو ۴۰ ميليونو هندۍ روپيو څخه راضي وي؟

هغه شايد تر ډېره ترې راضي وي، د ۲۰۱۷ کال په ای پي ایل سیالیو کې د ورو توپ اچوونکو په ډله کې د سویلي افریقا له عمران طاهر وروسته راشد خان دوهم ډېرې ویکټې اخیستونکی بالر و چې ۱۷ ویکټې یې اخیستې وې.

افغانستان په کارابين کې د ويسټ انډيز خلاف

په دې سفر کې له افغانستان سره محمد شهزاد محمدي چې افغانستان تر ډېره د منډو تکيه پر همده کوي، نه و، ځکه چې نوموړی د ناقانونه درملو د کارولو په تور د ای سي سي لخوا د بنديز سره مخامخ شو. وېسټ انډيز د شل اوريزو سياليو لړۍ درې صفر له افغانستان وګټله خو د يو ورځنيو لوبو سيريز يې ورسره مساوي پای ته ورساوه.

پنځه ورځنيو لوبو ته داخلېدل

د جون دوه ويشتمه نېټه د افغانستان کرېکټ لپاره يوه تاريخي نېټه وه چې پکې افغانستان ته د ايرلينډ سره يو ځای د ټېسټ سياليو غړيتوب ورکړل شو او دواړه هېوادونه د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا د يوولسم او دوولسم ټېسټ هېوادونو په توګه معرفي شول.

ايرلينډ به په ۲۰۱۸ کال خپله لومړۍ ټېسټ لوبه له پاکستان او افغانستان او بيا به یې له هندوستان ترسره کړي.

راشد خان؛ د ۲۰۱۷ کال بریالی لوبغاړی

د ايرلينډ، زمبابوې او افغانستان لوبډلو د لوبغاړو په منځ کې راشد خان ارمان د ۲۰۱۷ کال کامیاب او له لاسته راوړنو ډک لوبغاړی نومول شوی دی.

راشد خان په يو ورځنيو لوبو کې د ۳،۸ اقتصادي توپ اچونې سره ۴۳ ويکټې اخيستي دي. په شل اوريزو لوبو کې يې ۴،۵۷ اقتصادي توپ اچونې سره ۱۷ويکټې اخيستې دي.

د يادونې وړ ده چې په ۲۰۱۷ کال کې په دوامداره توګه په شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان سره د بريا په برخه کې زيات رول راشدخان لوبولی دی چې افغانستان په ۲۶ ترسره کړل شويو سياليو کې په ۱۵ کې برياوې ترلاسه کړې دي.

خو زمبابوې او ايرلينډ بيا پکې د بريا پرتله زياتې سيالۍ بايللې دي.

۲۰۱۸ کال کې مخکې تګ ته هیلې

۲۰۱۸ کال به د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو لپاره بوخت کال وي. دوی به د پنځه ورځنيو لوبو له بڼې (فارمټ) سره د بلدتيا لپاره چمتووالی نيسي. همدارنګه په مارچ کې د زمبابوې په کوربتوب ۲۰۱۹ کال نړيوال جام ته د غوراوي پړاو سيالۍ پيليږي چې د دې درې هيوادونو په ګډون اوه نور هېوادونه چې په هغې کې ويسټ انډيز هم شامل دی، ګډون کوي.

د دې لسو لوبډلو له ټورنمنټ څخه به يواځې دوه لوبډلې نړيوال جام ته لار ومومي.

۲۰۱۹‍ کال نړيوال پنځوس اوريز جام سيالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي چې سويلي افريقا، هندوستان، اسټراليا، نيوزيلينډ، انګلينډ، سریلانکا، پاکستان او بنګله دېش لوبډلو د يو ورځنيو لوبو د درجه بندۍ له لارې ورته مستقيماً لار موندلې ده.

Read More




Leave A Comment

More News

BBC Urdu - کھیل

BBC Pashto - لوبې

CBSSports.com Headlines

Sportando | RSS Feed

Goal.com News -

Sports News - UPI.com

Disclaimer and Notice:WorldProNews.com is not the owner of these news or any information published on this site.