Add to favourites
News Local and Global in your language
19th of January 2018

International



"سوېل ختیځو ولایتونو کې روان کال ۲۷ ښځې وژل شوې"

افغانستان په سوېل ختیځ پکتیا کې د انساني حقونو سیمه ییزه اداره وایي، په دریو ولایتونو- خوست، پکتیا او پکتیکا- کې د ښځو پر وړاندې سږ کال تاوتریخوالی ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

په پکتیا کې د دې ادارې د ښځو څانګې مشر انجینره زرمینه شمس وایي، تېر لمریز کال یې په دغو ولایتونو کې له مېرمنو سره د تاوتریخوالي ۲۶۶ پېښې ثبت کړې وې:

"سږ کال دا پېښې ۳۳۴ ته ورسېدې، چې په دې سره سږ کال تقریباً ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیې".

* افغان مېرمنې په اتو انځورونو کې

* افغانې پیلوټې تر ټولو اوږد تاریخي سفر بشپړ کړ

د اغلې شمس په وینا، ۲۷ ښځې د پت په نوم د وژنو او قتل ښکار شوې دي:

"د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې ۱۹۱ د زهري توکو د خوراک، ۱۵ د ټپي کېدو، ۳۵ د وهلو ټکولو، ۴۱ د تاوتریخوالي او له کوره د شړلو، د زور ودونه، په کم عمر ودول، ځان ‎وژنې او نورې د تاوتریخوالي بڼې شاملې دي".

خوست کې د مېرمنو حال

که څه هم په سوېل ختیځو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخولی شته، خو د نورو پرتله خوست کې تر ډېره یو شمېر ښځې په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه لري.

په خوست کې د مدني ټولنې یوه غړې زینب افغان وایي، په دغه ولایت کې زیاتره کورنۍ د نجونو له زدکړو سره جوړې دي:

"زه اوس په لار را روانه وم، ومې لیدل چې ځینې کاډي په ګلانو هغو نجونو ته ښکلي شوي وو چې له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغیږي. خو څو کاله وړاندې په لور او خور باندې تعلیم کول شرم بلل کېده".

* افغان مېرمنې، د لاغوره راتلونکې لپاره هڅې او هیلې

* نړۍ کې د ښځې لپاره تر ټولو غوره ځای کوم دی؟

د هغې په خبره، خوست کې لسګونه زره نجونې ښووونځیو ته ځي او د دې ترڅنګ په حکومتي او خصوصي ادارو کې دندې لري:

"د روغتیا په برخه کې تر ډېره په لوړو او نیمه لوړو زدکړو بوختي دي".

ښار کې د ښځو ځورول

له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې شته، خو څومره چې یوه سیمه کې د قانون حاکمیت او د خلکو د سواد کچه ډېره وي دا پېښې هم کمې وي.

په کورني تاوتریخوالي سربېره مېرمنې په ورځني ژوند کې له ټولنیزو ستونزو سره هم مخ وي، چې په موټر کې له تللو نیولې ښار کې د ګرځېدلو پر مهال هم له ځورونې سره مخ کېږي.

پلازمېنه کابل کې یو شمېر ښځې شکایت کوي چې په ښاري ترانسپورټ کې د موټروانانو له خوا په لفظي او جسمي ډول ځورول کېږي.

د همدې ازار د مخنیوي لپاره په کابل کې (د نارینه وو د ملي یووالي شبکې) په نوم یوې ټولنې د تېرې سې شنبې په ورځ یوه اعتراضیه غونډه هم جوړه کړې وه.

د دغې غونډې جوړوونکو د افغانستان له کورنیو چارو وزارت وغوښتل چې د لايسنس ورکولو پرمهال له موټرانانو اخلاقي ژمنه واخلي.

Read More




Leave A Comment

More News

FOX News

BBC Pashto - کور پاڼه

BBC Urdu - صفحۂ اول

CBC | World News

NYT > Home Page

Disclaimer and Notice:WorldProNews.com is not the owner of these news or any information published on this site.